پوهنمل محمود نظري د ډ اکټر محمدامين نظري زوی د ( ١٣٣٤ ه ش) كال د غويي دمياشتې په یوویشتمه د کندهار ښار په لومړی ناحیه کې زېږېدلی دی. دکابل د محمود هوتکي له ښوونځي وروسته په (١٣٥٤) کې له حبيبې عالي ليسې څخه فارغ سوی دی او په (١٣٥٨) کال کې یې دکابل له کرنې پوهنځي د مېوو او ځنګلونو له څانګې څخه لیسانس اخیستی دی او په (١٣٦٧) کال کې يې د تاجکستان دکر نې له انيستيتوت څخه د میوو د روزولو برخه کې ماستري تر لاسه کړې ده هغه دننګرهار پوهنتون دکرنې په پوهنځي کې د استاد په توګه دنده تر سره کړې او هم يې په نړيوالو موسسو کې دمېوو د روزولو په برخه کې کار کړی دى. نظری له (۱۳۶۰) کال راهیسي د ادبیاتو ( طنز او کیسو) په برخه کې ډیرې لیکنې کړي دي، چې د هغه وخت په رسنیو کې چاپ سوي دي او له دوو طنزونو(مډرنه سیالي او د غوښو دضررونو) څخه یې تلویزیوني نندارمې جوړي سوي دي ، هغه له (۱۹۹۸م) کال راهیسې د لندن په ښار کې اوسیږي . هغه د طنزونو په نامه یو وب پاڼه چلوي. .
۱-زعفران ( د زعفرانو کرل)
۲-باغواني ( دباغ دجوړولو اساسات)
۳-د څوکۍ خوند ( د ادبي طنزونو ټولگه)
۴-سر خلاص که ! ( دادبي طنزونو ټولگه)
۵-انساني سرکس (د ادبي طنزونو ټولگه)
۶-پايلوچ بنگ حبيب الله ( د لنډو کيسو ټولگه )
۷-خندنۍ بهرنۍ ټوکې لومړی ټوک
۸-خندنۍ بهرنۍ ټوکې دویم ټوک
۹- خدا روزيش کنه ... ( دادبي طنزونو ټولگه په دري )
۱۰-آسماني کتابونه (شننه او سپړنه)
۱۱-اسلام او نننۍ ساینس لومړی ټوک (شننه او سپړنه)
۱۲-هوا ( د لنډو کيسو ټولگه )
۱۳-پایلوچان(ناول)
۱۴-مهاجر زمری ( د سیاسي طنزونو ټولگه)
۱۵-انساني لمبر پلیټ ( د سیاسي طنزو ټولگه)
۱۶-لوبه ( د سیاسي طنزونو ټولگه)
۱۷-د قیامت نښې (شننه او سپړنه)
۱۸-له ټولو پوروړی ( د سیاسي طنزونو ټولگه)
۱۹-لږ ببر سه د زړه سره (د سیاسي طنزونو ټولگه)
۲۰-افسانه یې الوتونکي (شننه او سپړنه)
۲۱-دطنز لیکنې اساسات (شننه او سپړنه)
۲۲-روح څه شی ده؟(شننه او سپړنه)
۲۳-دپشو د وژلو شپه (د سیاسي طنزونو ټولگه)
۲۴- شیطان پېژندنه (شننه او سپړنه)
۲۵- دطنزنړیوال تاریخ-لومړی ټوک
۲۶-دطنزنړیوال تاریخ-دویم ټوک
۲۷-دطنزنړیوال تاریخ-درېیم ټوک
۲۸-دطنزنړیوال تاریخ-څلورم ټوک
۲۹-خوب اود خوب لیدولو راز (شننه او سپړنه)
۳۰-خبرې کوونکی خر ( دسیاسي طنزونو ټولگه)
۳۱- د سبو پاچا ( دسیاسي طنزونو ټولگه)
۳۲- ملایکې(شننه او سپړنه)
۳۳- پیریان (شننه او سپړنه)
۳۴-د میوو اوسبو تازه ساتنه (شننه او سپړنه)
۳۵-مه ځه امریکا ( دسیاسي طنزونو ټولگه)
۳۶-ما یو وار باچا که! ( دسیاسي طنزونو ټولگه)
۳۷-سوډر ته رایه ورکړه ( دسیاسي طنزونو ټولگه)
۳۸-په ګړنیز ادبیاتو کي طنز(شننه او سپړنه)
۳۹ -جنت او دوږخ (شننه او سپړنه)
۴۰- اسطوره یې او افسانه یې موجودات (شننه او سپړنه)
۴۱-د انسان پیدا یښت (شننه او سپړنه)
۴۲-ماشیني جنرالان( دسیاسي طنزونو ټولگه)
۴۳-انګور(شننه او سپړنه)
۴۴-انار(شننه او سپړنه)
۴۵-دګلو کر(شننه او سپړنه)
۴۶-عجیبې میوې (شننه او سپړنه)
۴۷- قران او ساینس دویم توک(شننه او سپړنه)
۴۸-دبنو جنګ( دسیاسي طنزونو ټولگه)
۴۹-دنورو سیارو موجودات(شننه او سپړنه)
۵۰-دقران د یو کلمې څو ماناوي(شننه او سپړنه)
۵۱-الله (ج) پيژندنه(شننه او سپړنه)
۵۲-تصوف(شننه او سپړنه)
۵۳-دین ،ایمان اوعبادت(شننه او سپړنه)
۵۴-غوره ملغلرې(شننه او سپړنه)
۵۵-غیر داستاني ادبیات(شننه او سپړنه)
۵۶-دغلو شهنشاه ( دسیاسي طنزونو ټولگه)
۵۷-فنري جنرالان( دسیاسي طنزونو ټولگه)
۵۸-اصلي غل ( دسیاسي طنزونو ټولگه)
۵۹-د واده کتاب (شننه او سپړنه)
په انګریزي ناول Kandahar’s pylochan۶۰-