سربداله افغان ته!
طنز- محمود نظري
سربداله! تر سم، کوږ بار سم تر منزله رسي
تر ګناهګاره بې ګناه ډیر ژرتر مزله رسي
دلته بې زحمته هر چا خزانه تر لاسه کړې
بیغمه په دې هیواد کې ظلمونه تر ازله رسي
***
سربداله!هر کله ولي لیوني زموږ په تقدیر لوبې کوي؟!
هر یو چي راسي سمدلاسه د کلتور په تصویر لوبې کوي
ښه ده هر انسان خپل د تقدیر ګېر په خپل لاس بدل کړي
هر یودلته له جاهلي رډ په رډ د هرچا په ضمیر لوبې کوي
***
سربداله! نصیحت مه کوه کم اصل ته
رښتیا کله هم مه وایه بد اصل ته
تر اهله رشوتي کله نااهله ښه دي!!!
ډزه کله هم مه وله ښه اصل ته
***
افغانه! چورلیوني ته د سړیتوب باټ مه ورکوه
د ولس مخکي ورته ډیر تاټ باټ مه ورکوه
ورته ووایه نیکمرغي نه جوړیږي، راځي
ماتوي یې، پام ورته د جوړیدو، باټ مه ورکوه
تاټ باټ ( شان شوکت)، باټ (لمسون)
***
سربداله! پرون تاریخ و،نن غنیمت دی، سبا راز دی
دغه اوس د دنیا د پوهو خلکو د ژوند سازباز دی
مه یې هیروه، په قدر یې پوه سه او اشوا یي کړه
هر بد په پخواني زمان تړل اصلي کار د چمباز دی
اشوا ( افشا)
***
Comments