top of page
Search

سربداله افغان ته! - ۱۰

سربداله افغان ته! - ۱۰

طنز- محمود نظري


حق کله په خبرو او هم په پیغور اخیستل کیږي

له ماشومه کله د لوبو شی بې زور اخیستل کیږي

خدای دی یو هیواد د بې عقلي له ساري بیماري ساتي

له جاهله حق کله په عقل او شورماشور اخیستل کیږي

***

سربداله ! یو دي د ښځو اواز حرام بولي

بل د هغې ږغ د پېزارولکه ساز حرام بولي

آیاخدای تعالی ښځه تر حیوان لا بده پيدا کړې؟!

هغې ته پرته له بنده بندګي بل امتیاز حرام بولي

***

که خپل سپي خوله درواچوله د بل غوړه ګوله یې خوړلې

که یو ملت نه په سد کیده ټول عمرجګړه اله ګوله یې لیدلې

د انسان تر ټولو ښه هنرنن دهغه ټګماري ده نه بل څه!!

ټګمارتل د خوار دتقدیر لیکلې هره غوړه ګوله یې خوړلې

***

سترګې څه په درد خوري چې خیال ړوند وي

عصري پیوند څه په درد خوري چي شمال توند وي

چې لکه تندر چغې ونه لري جابر ته هغه ژړا ژړا نه ده

د زمان په تله نه برابر پیر بل څه نه پیرزال ړوند وي

ړوند( نابینا ، جاهل)، پيرزال( زوړ)

***

د مقام کوڼ ته خپل تل ربړ ویل څه ګټه

ته روان دهغه پنچر صبر ویل څه ګټه

خدای دي دکوڼ له وهلو ساته چې ګونګ هم وي

چې ستا نه اوري دهغه تکرار فیته اوریدل څه ګټه

فیته ( نوار،کسیټ) ربړ(مشکل)





1 view

Recent Posts

See All

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

Comments


Commenting has been turned off.
bottom of page