سربداله افغان ته! - ۱۲
طنز- محمود نظري
وخت د قلمونو د تېره کولو دی
له جهل سره وخت د جګره کولو دی
افغانه که توره نه لرې قلم درواخله
په قلم د ټوپک وخت د اره کولو دی
***
له هغه تښته چې ځان یوازې دنیا کي ناجي بولي
ځانونه جنتي مارغان اونور د مځکې چنجي بولي
ور سره منطق ویل په کار نه دي، ځان ته دعا کوه!
د کعبې دطواف حاجي نه، ځان د بل په طواف حاجي بولي
***
هغه چې په درد کې ږغ نه پورته کوي، مړ دی
چې نه پوهیږي بیله ولاړه، ناسته اثر نه کوي پړ دی
دا ټوله ورځ د بل په پله تله، یاره کله ژوند دی
د جاهل په اشاره رهي هر څوک وجدان ته خړ دی
***
سیاستوال هیڅکله هم رښتیا نه وايي
عاقل هیڅکله نن درواغ او سبا نه وایي
د باټود پټاکۍ په چولو کې کله بې غیرتي سته
ګنډلې خوله دهغه ښه ده چې رښتیا نه وایي
***
د خلکو خبرې سیلاب دی مخته هر ولاړ له منځه وړي
د پسونو د رمې اتفاق د ببر لیوه چېړچاړ له منځه وړي
متل دی وایي د سرو زور په کتې خر نه آس کیږي
کرار تګ عمر اوږدوي او تیز یې شاړپاړ له منځه وړي
چېړچاړ(ځورول)، شاړپاړ( کم عقل)
***
Comments