سربداله افغان ته! - ۱۳
طنز- محمود نظري
د بې عقلانو یو بل سره ډیر غرپش وي
د شپېلۍ ږغ ځکه لوړ دی منځ یې تش وي
پر مځکه ناست د لویدو مه ډاریږه افغانه!
اول طوفان هغه منګي ماتوي چې تش وي
***
په دې دنیا کې تا څه کړي تا کوروکر
خبرې دي ګرپر، وایې عالم یم د بحراوبر
دنیا کې دي څه کړي چې لا د سبا یې منتظر
ولي دي را پورته له قبره کړي بیا مکرر ؟؟؟
کوروکر( ړوند او کوڼ) ، ګرپر( چټي)
***
د خلکو د بیګناه وژلونې قبر اخیر عام زیارت سي
د خلکو د غوټو کېلۍ او اپه دپه د بلا او حاجت سي
په موږ کې ښه ژوندی او شډل خراب مړځلي نسته
خاوره یې خورده، جوړ ورته دمجاور سکرتریت سي
اپه دپه ( رفع دفع)، وژلونی( قاتل)، مړځلی( جسد)
***
په ژوند کې لوټه وي په مړینه غر سي
د هریو قبرقصر پرسر د غونډۍ بر سي
ځکه هم دنیا کې خلک ښه کړه نه کوي!
هرغټ خاین د سا ختو وروسته پيغامبر سي
***
ډول ډول دي کارپوهان یوه ډله یې کوي د ځان صفت په خړپ
بله ډله وایي د چا له پلاره نه ویریږم دنظام کوي صفت په خرپ
بل د خدای په پار ان په ډنډه پنج نه دریږي ریز ورکوي ریز
بل که سوال د اقتصاد وي هغه د باچا بابرکوي صفت په خړپ
***
Commentaires