سربداله افغان ته! - ۱۴
طنز- محمود نظري
دنیا ځای د خوشحالۍ دی، نه غم
خوشحاله اوسه چې ورک سي درنه غم
که دنیا کې غم وي ژوند څه په کار دی
دنیا د خوشحالي یو وژم دي نه غم!
وژم (لمحه)
***
ستا ښځه، خور، لور لاندې کوي تر لغتو
یوه دلته بله هلته راغوزاروي په لنګتو
تا ویل زه غیرت لرم، تاریخ وګوره
ته خو نارې وهې وای وای ملګروملتو
***
دین او دولت لکه بني کله چلیږي
دولت په پټ پټوني کله چلیږي
دولت د ولس نس مړوي، جنت جوړوي
اوس دین په تریخ ځاني کله چلیږي
تریخ ځاني( غوسه)
***
له بهره راغلی نابللی میلمه دی
له کوره یې بیزاره کړی کوربه دی
خدای دي د داسې حالته ساته
هر امر يې ستا ویده، په زنانه دی
***
د ښځو دښمنه ولي څو عاجزې غواړې؟!
ساده ګانو ته د اخیرت بړبوزې غواړې
ټول انسانان یو دي په یوه کې تقدس نسته
ولي ځان ته آزادي سادګانو ته کېزې غواړې ؟
بړبوزئ( د خپګان خبری)
***
Comments