سربداله افغان ته! - ۱۵
طنز- محمود نظري
تش مغز عیب نه دی، دی مګر تش جیب
هیڅ شی درناوی نه کموي؛ مګر تش جیب
جیب دي خپل، قدر بل درکوي په خپله خوښه
دنیا کې هیڅ لویه ګناه نسته؛ مګر تش جیب
***
په مړي مړ نه، د هغه خپلوان ځوریږي
اله بوله خپله نه، له هغه انسانان ځوریږي
دا یوسربسته په خاوره منډي دا بل ولي نه ؟
د بل په موږي ډاډه بوله هر وجدان ځوریږي
بوله ( کم عقل) ، اله بوله ( لېون غری)
***
اوس ګران او اصل شی چندان نه ځلیږي
تر ټولو ارزانه زري شیان ښه ځلیږي
نن په خلاصه خوله نه، په پزه غوماشه ننوځي
اوس تر فضلا ډیر نادانان ښه ځلیږي
***
څوک کوږ میخ په تخته نه وهي، سیده تر بیخه وهي
خلک کوږ میخ غورځوي سیده یې تر بیخه وهي
سیده میخ د هر چا په کار دی نه زنګوهلی او کوږووږ
ګوره ! کوږ میخ یوازي لیوني، تر بیخه وهي
***
دلته د پوه څه نه جوړیږي چې ډارن وي
له هغه څه نه جوړیږي چې کړه یې سربېرن وي
وطن د هغه دی چې په آبادي يې سوچ کوي
هغه ښه نظام دی چې ټول له هغه خواتورن وي!
***
Comments