سربداله افغان ته! - ۱۷
طنز- محمود نظري
له کوره مو جوړ د علي آباد لیونتون سو
بل څه نه یوازې د کلتوري نومونو بدلون سو
ټول ورته چوپ دي چې ودریږه لا څه کوي؟!
دا د نومونو بدلون ساري لکه د ابوجهل جنون سو
***
پخوا یو علم و هغه په چین کې لا فرض سو
بیا علم درز وکړ عصري ورک او دیني فرض سو
ریاکارو دنیاوي علم لکه نیم سوخته تر پښو لاندې کړ
مسلمانان هاله تباه سول چې یکه علم دیني فرض سو
***
امریکا راسه له دینداره د سړو حق واخله!
ښځو ته له لچکداره د هغو حق واخله
زموږ نران ټوله د مرګ په خوب ویده دي
امریکا راسه موږته زموږد بچو حق واخله!
لچکدار( کوږ)
***
داسې ویلې دي زموږ قدرمنو بزرګو
د لاس غوټه مه خلاصوه په کولنګو
د بدګو او یاوه ګو سره دوستي مه کوه
قران مه اوره له خولې د هر غرانګو
کولنګ ( غاښ)، غړانګو ( بد ږغی )
***
دا ستا بدل نومونه به تر هغه پاته وي، چې ته پاته یې
په دې کړو چې ته کوې خدایږو چې به ته پاته یې
وه !دا هره ورځ دي تیلفونونه له پیغمبرانو سره دي!!!
یا دا ولس لیونی دی یا له لیونتونه بهر لکه چې ته پاته یې
***
Commentaires