سربداله افغان ته! - ۱۸
طنز- محمود نظري
څوکۍ رانیولای سې؛ لاکن علم نه
ډیپلوم رانیولای سې؛ لاکن علم نه
په پېسو ان د انسان بډوډي اخیستل کیږي
طلایي قلم رانیولای سې؛ لاکن علم نه
***
دلته له رښتیا ویونکي ، ولسونه کرکه لري
ان د مسلماني په نامه لا حکومتونه کرکه لري
څوک باید ولي دلته دا کرکجن کړه وکړې
ان صادقان دلته له خپله ځانونه کرکه لري
***
انسان له کاغذه پیسه جوړه کړه
له هغه یې بیا خپله قبله جوړه کړه
ټول ژوند یې هغې ته سجده وکړه
ځان نه، هغه ته یې تجرۍ او بټوه جوړه کړه
***
لږ اوره، ډیر وایه ،که رښتیا لوی عالېم یې
سپورت مه کوه ډیر خوره که پر ځان ظالېم یې
دلته د یو لوی دیني عالم یومقام نه ، لس وي
ټول کارونه ثانی صاحب ته پریږده که غلېم یې
***
د چا چې سایه لوړه تر هغه سوه مانا اره ورپسې ده
څوک چې غټ لوی ګامونه اخلي مانا توره ورپسې ده
ناپوه واکمن ترهر چا ان اسمان لا ځان پوه بولي
نارینه چې ږغ نه باسي مانا بال بچه داري ورپسې ده
توره ( دښمني)، بال بچه داری(اولاد داری)
***
Comments