سربداله افغان ته! - ۱۹
طنز- محمود نظري
دا ژوند هر موجود ته نیمګړۍ سفر سي
د چا تیرپه خوشحالي،یا غم او فکر سي
له سا ختلو سره بیا، د بل ژوند منتظر مه اوسه
څه توره دی کړې چې بیا دی له قبره بهر سرسي
***
نادان په خپله خبره سل په سلو پوره ډاډ لري
دانا نیم شک په خپل خبره، کله پوره ډاډ لري
دانا تر خبرې مخکې سل واري سوچ کوي
نادان په هره غلطه خبره سل په زرو پوره ډاډ لري
***
سربداله! شوده سړی بل سړی شوده بولي
هغه بیله خپله ځانه هر سړی شوده بولي
خپل په ناداني خپله خورا ډیر ویاړ کوي
عجبه نه ده دنیا کې د پوهو ژوند بیهوده بولي
شوده ( احمق)
***
دا تک سپین وزیران د سرپرست په مانا نه پوهیږي
هیڅ یو یې د ملګرو ملتو په غوغا د سرنا نه پوهیږي
خر په خر ګردانه بې قانونه بې انجامه باچاهي ده
هیڅ یو يې ان د دنیا د قانون په الفبا نه پوهیږي
***
ډک مغزه انسان لکه د غنمو ډک وږی کله سر نیغ وي
تش مغزه انسان لکه پوچ وږی هرکله سر نیغ وي
د تش مغزه ککرۍ لکه ډول تشه ده ږغ غبرګوي
هغه له ناداني پر«نا، نا،نا» ورسته خبره ولاړنیغ وي
***
Comments