سربداله افغان ته! - ۲
طنز- محمود نظري
سربداله!غرور بې زینې آسمان ته الوتل دي
له هغه یې لا ډیر بد له هغه ځایه کښته کتل دي
کبرجن لکه کولنګي چرګ ببر په هوا ګرځي
خلکو ته یې خندور الوتل نه، پر مځکه مښتل دي
***
افغانه !غمونه هیریږي؛ لاکن غماز نه
ټوله چمونه هیریږي؛ لاکن چمباز نه
نن ان تر ټولو بې وسه لا غټي خبري کوي
دښمن هیریږي، خو لوده شوده غټبار نه
***
سربداله!له هغه ویرېږه اوه پوښه قران لري په تاخچه کي
د اسلام په باب غټي کوبۍ باسې بچه لري په سراچه کي
ځان تر پيغمبرانو لا ډیر لوړ او د دین ټیکه دار بولي
نا پوه انسان ته یې اوه مرمۍ د ریا ایښې په تومانچه کې
کوبۍ ( حباب)
***
افغانه! که څوک وطن ته څه ونه کړي،هغه مړ دی
چي څه یې کړي ان که هغه مړ دی، کله هغه مړ دی
ساده دردمن د زړه خوږ تیروي، لاکن چوپ وي
دا چوپه خوله دردمن ژوندی نه دی ،هغه مړ دی
***
سربداله ! د ارګ پالنګ لکه لم پوست دی
هر چا ورته اغوستی د چم پوست دی
هر یو اخیر ترې تښتیدلی په څلورو
چې ولاړ خاین اوناست یې وطندوست دی
Comments