سربداله افغان ته! - ۲۰
طنز- محمود نظري
له پرونه، نن راووځه کنه سبا درنه تښتي
له ننه نن ژر راووځه کنه رښتیا درنه تښتي
د پرون لوی ور دنن په کوچنی کېلۍ دعلم وتړه
له پرونه ، ژر را ووځه کنه دنیا درنه تښتي
***
ساعت رانیول کیږي لاکن زمان نه
قواله هر چیري وړل کیږي لاکن مکان نه
اخیر هیڅ شی له ځان سره وړای نسې
دعاوي ټوله وړای سې لاکن ان ځان نه
***
له اهلي ځان خلاصول په عقلمندي کیږي
لکه د هند آزادي له انګریزو په دانايي کیږي
باچا خان له پاکستانه سره عدم تشدد پيل کړ
له وحشي کله بې زوره اخیستل د آزادي کیږي
***
خدای دي ساته له حاکمه شیړا
خدای دي ساته له ناظمه داړا
داسې تل په نالوستو، امران کیږي
خدای دي ساته له مظلومه چاړا
شیړا( یو سترګی سړی) ،داړا( غاښونه بهر وتلی)، چاړا(تړتړی)
***
عقل له ازله د ټولو انسانانو په یوه اندازه وي
دعقل مواد د چا وراسته او د چا تروتازه وي
دخوسا عقل دانا تر لوستي دانا ځان پوه بولي
په دیجتل نه پوهیږي تله یې ټوله چوټ اندازه وي
***
Comments