سربداله افغان ته! - ۲۱
طنز- محمود نظري
پوه سه ناداني دوږخ ، دانایي جنت دی
یا بې وزلې دوږخ، شتمني جنت دی
چې وايي جنتي او دوږخي مرتبې ازلي دي
بیا د پیر دلاس مچیدو ته څه حاجت دی
***
له هر چا سره د هغه په رنګ سه
د پراخ سره پراخ له تنګ سره تنګ سه
له هغه چې ځان تر تا په هر څه لوړ بولي
یاهغه چې تل درته پند درکوي تر څنګ سه
***
ځینې مو په غیلمانو یا حورو ختا باسي
ځینې مو د اخیرت په خبرو ختا باسي
ږیره زما واک یې د ملا څه ښه خوند کوي
ځينې مو لوږي دعقبا په خرما ترو ختا باسي
***
له کابله تر کندهارمزل د اوښ دی پوره یوه اونۍ
الوتکې ته لکه پيری دا مزل دی اوس نیمه ګړۍ
باید د سفر حدود له زمان سره برابر سي د هرچا
د زمان له تغیر سره ته هم بدله کړه خپله نادانۍ !
***
الماس، طلا ماشومانو ته د بازۍ شیان دي
جاهلانو ته د اسلام حدود د ساتیرۍ شیان دي
نه باید د اتوم په عصر کې اوړۍ ښه وسله وبولو
دا ماشومانو ته د تی نه رودلو او ناټکۍشیان دي
***
Comments