سربداله افغان ته! - ۲۳
طنز- محمود نظري
که چپه خوله یې، هر ملنګ درته ګډېږي
که پروت یې هر شالنګ درکي خیژي لویږي
زه نه پوهیږم کوم حالت ښه دی، وخت تیریږي
دومره پوهیږم له قلمه بد وخت کولنګ جوړيږي
شالنګ( کوږ پښې سړی)
***
چې میدان چغالي سي هر ببرسړی په کې خودخواه سي
چې ښه نظام له منځه ولاړسي بیا ولس نیمخوا سي
هیڅوک تر ابده پاته نه دي هر یو په خپل وار ځي
دهر ببر دم دې ناروغ وطن ته زهر سي، کله شفاه سي
***
هغه سیاست چې وطن آبادوي، کوږ نه وي
ښه نظام کله هم تریخ، توند، کوږووږ نه وي
هر یو چې راسي د خپلو کولمو بوی مشک بولي
ولي به زموږ حاکم کوږمغزی، څوړ،او کوږ نه وي!؟
کوږ( یو حیوان دی چی غاړه نه لری)، کوږمغزی( جاهل) ، څوړ ( باسی ډوډۍ)
***
نادان ته ویل سوي: د کلتور ضد کارونه کوه
پوهان شړه د تعلیم با سواده کدرونه ورکوه
د اسلام له نومه دي خلک بیزاراو په واویلا کړه
په بې پرسانه خوشمرو ډیر تر څلورو ودونه کوه
***
افغانانو قلمونه مو تیره کړئ
پرې مو له زړونو وېره کړئ
د هرې ورځي مړینې یوه مړینه ښه ده!!
د جهل د عمل خانه په چلیپا کوره کړئ
Comments