سربداله افغان ته! - ۲۴
طنز- محمود نظري
کاشکې په زړښت کي د ځواني قوت وای
کاشکي په ځواني کي د زړښت ذکاوت وای
تر ابده د ماشومتوب رښتیا ویل او خوشحالي وای
کاشکې د هر چا د ماغزو په کچه دهغه ثروت وای
***
په موږ بیزوواني مه کوه، سپين یږ ټګماره!
نور بس دی انتظار د جنګ د نولی له تور ماره
په هر وحشت د چکچکو په نه کولو مو، مه رټه
د بیزو د «کلا اوښتل» په پلمه مو لوټې لوټ ماره!
نولی ( موشخرما)
***
د زمان سیلاب نه دریږي انسان باید ورسره ولاړ سي
که ولاړ نسي هغه به د خځلو په ډله کې شمار سي
له زمان سره ملتیا د نوی شی زده کړه سوچ بدلوي
لوده هغه چې غواړې تیر په ټوپ د زمان د لارسي
***
له هغه چا سره اوسېږه چې قدر دي لري
احمق او بوله د ښو خلکو هر کله قدر لري
مړ پړ سړی د حیوان لا ښه خوښیږي
خر د خرې، کله د بلبل د ښه اواز قدر لري
***
د ټوپک په لاس سړي درواغ ټوله رښتیا دي
له هندارې نه د بدرنګو خلکو ډاریدل رښتیا دي
که د موسکا چم دي نه وي زده، سیاست کوه !!
سیاستوالو ته د ډالروخانچې له هوا راځي دا رښتیا دي؟!
***
Comments