سربداله افغان ته! - ۲۷
طنز- محمود نظري
زه پوهیږم بل نه چې د بوټ میخ مي پښه ځوروي
د سرو زرو قفس تا نه؛ خواربند مارغه ځوروي
واوره! د زرو قفس وږی مارغه کله مړوای سي
د نورو دردونه د خره نه د انسان زړه ځوروي
***
د بادار ستاینه د نوکر له خولې کله خوند کوي
ژړا وړتیا ده خو هر مردار ته کله خوند کوي
د خان ټوکې ټولي خوندوري دي نوکرانو ته
لږ اوریدل او ډیر ویل هر وخت کله خوند کوي
***
د خندان بې وجدانه له لاسه یې سترګي اوښکې بهیوي
زړه چې مین سي له هجرانه یې سترګي اوښکې بهیوي
زړه سواندي بینا سترګې د ټول بدن ناخوالي ګالي او ژاړي
ان دعقل ړوند په خندا لا یې ،خواري سترګې اوښکې بهیوي
***
ساده بل ساده په خپل ذهنیت جنت ته کشوي
پوه هر څوک په خپل علمیت جنت ته کشوي
د دې له خولې دهغه له خولې ډوزه، کله اسلام دی
د بشر قصاب، ساده په خپل جنایت جنت ته کشوي!!!
ډوزه ( درواغ)
***
جنت ته نه ځو، موږ کله په هغه دیار آموخته یو
لکه کلیوال موږ کله په هوا د ښارآموخته یو
چاره څه ټول کړه مو د جنت له دود سره برابر دي
ناچاره زموږ ځای جنت دی، ځکه په کشتار آموخته یو
***
Comments