سربداله افغان ته! - ۲۸
طنز- محمود نظري
واکمن هغه وخت لیوه سي
چی ولس د یو ملک پسه سي
دا مقوله ده د یولوی افغان ولس ته
قصاب ته نه باید سړی پسه سي
***
یو خاین نظام کې ټول نظام خوسا کوي
یوه ورسته میوه ټول ګودام خوسا کوي
لکه هیلۍ له مړینې مخکې خوږې ترانې وايه
د شیدو ډک دیګ یو څاڅکی د جام خوسا کوي
***
د ناسور دانه دي عملیات کړه که ژوند غواړې
عدالت وکړه که ذره رضا د خاوند غواړې
د جاهلي درد هیڅوک درمان ولای نسي
کار نه، د خلکو تسبې په لاس شخوند غواړې
***
د پورته میوو لپاره لاندې ښاخونه ماتیږي
په جنګ کې د غوایانو ښکرونه ماتیږي
ځان ته تر ځان لویه لوټه مه ایږده نادانه!
په دې دنیا کي په یو تیز زر اودسونه ماتیږي
***
لږ اوره، ډیر وایه ،که رښتیا لوی عالېم یې
سپورت مه کوه ډیر خوره که پر ځان ظالېم یې
دلته د یو لوی دیني عالم یومقام نه ، لس وي
ټول کارونه ثانی صاحب ته پریږده که غلېم یې
***
Comments