سربداله افغان ته! - ۲۹
طنز- محمود نظري
ګوره لوږه تږه د ملت په قسمت مه تړه!
د دنیا ټول کړه په ابدیت او قیامت مه تړه!
د شریعت په اساس موکورني وزارتونه جوړ کړه
د دین لکۍ د دنیا له غوږسره په ضدیت مه تړه
***
له جاهل سره په پورمعامله مه کوه
د سبا په حورو نن معامله مه کوه
هره معامله لاس په لاس د پټو لاندې خوند کوي
هیڅکله نغده په پور معامله مه کوه
***
لوده تل له سوچ مخکې وعده کوي
له ناپوه او پوه څخه یو ډول تمه کوي
تیر تاریخ نه لولي بیا یې هم تکراروي
د ژوندو له مړو سره خورا ډیره مینه کوي
***
په دې دنیا کې د دې عصر قانون چلیږي
کله د پخوا د دینو د سوداګرو افسون چلیږي
شېخانو ته د هر کسب دعلم د اړتیا پته نسته
هغوی ګڼي په دم دعا څرخ د ګردون چلیږي
ګردون ( دنیا)
***
نهنګ چې وږی سي اتومات د اوبو سر ته راځي
که شیدی ډیرې تودې سي اتومات د دیګو سر ته راځي
دې دنیا کې هر شی خپله د تقدیر نخښه لري
د نوروخوړو ته کبان خپله اتومات د اوبو سر ته راځي
***
댓글