سربداله افغان ته! - ۳
طنز- محمود نظري
سربداله ځان ټینګوه!جاهل خپل جهالت حق بولي
ځان ان د دنیا د پاچاهي یوازینی مستحق بولي
دانا د مور ويښته تارتار کړه، وار د جاهل دی
دا د خرسپوري وار،هربې وجدانه خپل حق بولي
***
انسان غیب پوهه نه لري خبرې یې د هغه ان دي
خدای عالم غیب دی خبرې یې د واړه زمان دي
افغانه ! مغرور بنده ته د خدای مقام مه ورکوه!
که هرچا د انسان غیب ویل ومنل هغه شیطانان دي!
ان( وخت)
***
سربداله! دا غلت دي چې وايي ژوند یو ساعت دی
بیا وايي سبا نه بل سبا نه بل سبا بیا قیامت دی
هوښیارانو په زرو کلو دنیا تر خیټي لاندې کړې
د دې خبرې کول، بی عقل مسلمان ته غلت دیانت دی
***
سربداله! سترګې دي په مخ دي ته په څټ رهي یې
د مغز اندازه یې نه ګوری پسې د هر څټ رهي یې
د کوڼ او ړوند جاهل مسلمان له وهلو دي خدای ساته
ته له دینه ناخبره پسې د هرتور ماغزه څټ رهي يې
څټ ( شا ، غټ سړی) ،ماغزه څټ (سرمغزن)
***
سربداله! تر هغه دا ساده بوده مریدان وي
تر هعه به هوښیار دامیار زموږ پیران وي
افغانه !دنیا له ازله داسې جوړه سوې ده
تل به هوسا خاوند د ویسا دا مفسدان وي
ویسا ( اعتبار) ، دامیار( ښکاری)
Comments