سربداله افغان ته! - ۳۰
طنز- محمود نظري
ټپ ړانده ته کله ړون لمرپه کار دی
هغه ته ښه په تیاره کې هر دیار دی
ړانده کله پوهیږي روښنايي څه شی ده!
تل په ترږمۍ کې چور د پیسو بې شمار دی
***
د ظالم سړی دنده دلته تاڼه داري ده
د بېغیرته دنده تل د بل چوکیداري ده
بلاو ښځې تر ویښتانو ځړولي د اور لمبو ته
د نرانو دنده الله الله ویل، سما ، دینداري ده
سما ( د سما نڅاه )
***
مځکه دومره مه لوړوه چې درته آسمان سي
مسلمان دومره مه تنګوه چې درته بې ایمان سي
هر څوک په خپل حال خوښ دي مي یې ځوروه!
افغان دومره مه رټه چې د هرجاهل د خولې مکان سي
مکان ( بیت الخلا)
***
بد د خدای په نامه د خلکو ځورول دي
تر هغه بد د خدای په نامه د خلکو وژل دي
بي عقلان بي عقلان د خدای استازي بولي
ستا کړه چې وینم له ځانه خدای د خلکو جوړول دي
***
د هر انسان په مغز کې کوچنی شیطان دی
ورسره د بازۍانډیوال یې کوچنی ایمان دی
ایمان قبله نما ده انسان ته سمه لاره ښیي
چې غلته لاره درښيي هغه کوچنی شیطان دی
***
Comments