سربداله افغان ته! - ۳۱
طنز- محمود نظري
مشره ستا ښه کار د غله ګناه بلل کیږي
ستا نیک عمل د فاسد خطا بلل کیږي
د دعا تر مخکې ټینګ باور پیدا کړه
ستا بد کارونه مظلوم ته دعا بلل کیږي
***
پوهان وایي بې عمله علم ناداني ده
پوه د نادان په خوله کول کمسولي ده
د خبرو مخکې پوه پوره غوږ نیسي
له ټوپکوالو سره پاته کیدل کمسدي ده
کمسولی( نادانی) ،کمسدی( کم فکری)
***
مرګ اخیر راځي له هغه مخکې ژوند وکړه
د دنیایی بدو کړو او له بدبویو کارو تاوند وکړه
که نر یې په هر کار کې د خپلو کړو مالک سه
عبادت هر څه چې کیدای سي د خپل خاوند وکړه
تاوند ( ګرځون)
***
چپ سه! دواړه د یوې چرګې هګۍ یاست
هر یو یې تړلی د اشرفۍ په رسۍ یاست
سیاست دی یو ته دوست وایي بل ته دښمن
دواړه اخیر تړلي دهغه په یوه ښویه لکۍ یاست
اشرفۍ ( پیسو)
***
خدایه دا ستا په مسلماني ملکو کې ولي غلبلې دي!
د ټولو مسلمانانو هر یخوا رواني یورپ ته قافلې دي
د دین موټر د کار نه دی که یې موټروان دی ګاډیوان
هر مشر په خپل وار خلکو ته سهار ماشام نیولی ایمالې دي
***
Comments