سربداله افغان ته! - ۳۲
طنز- محمود نظري
ښه انسان تل په بدعمل پیژندل کیږي او باټو
نن خلکو هغه خوښ دي چې لګیا وي په چټیاټو
له خلکو سره دهغو د وړتیا په کچه کله مینه ښه ده
ښه هغه چې دهر نظام وي لکه د غټو ماشومانو لاټو
لاټو( دبازي چرخباڼي)
***
تر ټولو اسي دوست ښه دی، له ځانه تا ښه بولي
خلک یو ښه عمل تر زرو وعدو کله ستا ښه بولي
په کاشکې کاشکې څوک پرمختګ ښه کولای سي
نن ورځ هر سډول د دنیا تر علما خان ښه بولي
سډول( جاهل)، اسي( بخیل)
***
زه خپل د لوی قسم لپاره دا زنانه لولپه کوم
د ښو عقلو خاوندانو پاسپوړت ژر ټاپه کوم
تر ما بل مترقي په دې دنیا کې کله سته
پر پوهو دلته ان هره ورځ تکه توره شپه کوم
لولپه( سوځل)
***
څوک یې چې د خدای په نامه مي ځوروې؟!
څوک یی چې د خدای په نامه مي کړوې؟ !
د خدای د نوم تلکه دی ایښې، ښه خلک نیسې
ته ولي هر وار، د خدای په نامه مي غولوې؟؟
***
دلته موږ نه، ټوله خپلواکي بندي ده
دلته انجونې نه، ټوله پوه واکي بندي ده
د زنانو غاړو ته یې پوړنې لکه کېزې اچولې
دلته وحشت نه ړنا او خوشحالي بندي ده
***
Comments