سربداله افغان ته! - ۳۳
طنز- محمود نظري
شاباس، آفرین! تر دې نور اسلام نه بدنامه کیږي!
تر دې دنیا ته نور ډیر اسلام نه سرسامه کیږي!
د جاهل درملنه نسته، نه پخیږي ، لکه موم اورته ویلېږي
لکه چلیپا کاغذ د پوهې په اوبو کې بې انجامه شوړېږي
***
ډیرظالم حاکم هغه دی چې ځان ورته مظلوم ښکاري
هر شی ورته مقدس په باور، نه سوچ مالوم ښکاري
هرکله د خپل ولس هر کړه وړه او سوچ کنترولوي
هرشوده ته یې ځان لوی ستون د دارلعلوم ښکاري
***
که له ژونده خوند وانخلې، روا د ځان درته مداوا ده
که له آزادۍ خوند وانخلې روا د خان درته جزا ده
د انسان ږغ باید رسا وي نه له ډاره د پښ پښي
که د ژوند واک ونه لرې پرځان یا خان درته ځړه روا ده
پښ پښی ( هغه سړی چی ږغ یی ناست وی )، ځړه ( د سپي حمله)
***
اوبه که څېرې سي خپله اتومات ګڼدل کیږي
کالي که څیرې سي بیرته په الات ګنډل کیږي
خدای دي د یو انسان سترګې څېری نه کړي
سترګې که څېری سي بیا په مشکلات ګنډل کیږي
***
خوار ګوډ عقل ژر محل ته رسیږي نه
د کار اخیر ته رسیږي پیل ته رسیږي نه
عقل لوی نعمت دی هغه ته بد مه وایه!
عقلمند تر مراده رسیږي بې عقل رسیږي نه
***
Comments