سربداله افغان ته! - ۳۴
طنز- محمود نظري
فساد د یو ملک په وهلو او ډنډولۍ کله ورکېږي
په لښته، شلاخه او د ټوپک په شپېلۍ کله ورکېږي
د فساد ورکول خېټی انډوخری سیستم غواړي!
فحشا د ملک په زناکارو، نه په حجاب د لولۍ ورکیږي
ډنډولۍ( انسان په څلورو لکه زمبیل نیول )، لولۍ( ډمه)، انډوخری( خر مستی)
***
موږ بیا هلته نه ځو چې نیکه يې را شړلی دی
موږ د هغه قابل اولاده یو چې خپل ورور یې وژلی دی
موږ هم له پلاره په میراث خپل وراره، ورور وژنو
افغانان یو، هر کله مو ورور له خپله کوره شړلی دی
قابیل(د ادم (ع) مشر زوی چې خپل ورور هابیل یی مړ کړ)
***
دلته د جهاد په نوم هر کله، د بې عقلو باچاهي سي
د ورور ورور وژل دپاره د اخيستلو د دارایي سي
بې سوادان چې راسي په پوهانو حکومت کوي په لښتو
دهغو د انجونو او پوهانو له وطنه د ورکولو پالیسي سي
***
پوه نه سوم څوک تروریست دی، څوک هیمونیست
په دې پوهیږم هر یو چې بریالی سو، دی هیمونیست
هر تروریست اخیره دوره د هیمونسیتي په بدماشي تیروي
هغه چې تا وژني تروریست دی، چې ما وژني هیمونیست
***
هغسې چې د دانا مغز د ایمان ډک دی
ښکارې لکه له ستورو چې آسمان ډک دی
په تا حلال قاتل به تر کله باور وکړم
ځکه ستا مغز لکه انځر پوره د رېمان ډک دي
ریمان ( ملغلرو)
***
Comentarios