سربداله افغان ته! - ۳۵
طنز- محمود نظري
تراسمانه تللي ډیري نوي زړې تر زرو لارې دي
سمي ، کږې، پيچلي، د سپورو او پښو لارې دي
له هر مسافره چې وپوښتې وایي زما لاره سیده ده
پام ډیرې لارې د رندانو د جیبونو د ډکولو لارې دي!
***
انسان هر وخت خپله خپل خراب کړه له منځه وړي
ګلستان د دښمن او خاین ارباب هو وکړه له منځه وړي
یوه ګناه چې وکړې بیا « توبه توبه» ویل څه ګټه لري؟
وطن هر وخت د مشر خانه خراب بد کړه له منځه وړي
خانه خراب ( شریر)، هو وکړه ( وعده)
***
دم درحاله کله روا له درواغجنه ګیله ده
هرکله ښکنځل او وهل د پوهانو ایماله ده
په خبرو تاو دهرچا سره د حل لاره نه ده
د شیخ هر فرمان د افغان د پرتاګه شپږه ده
***
دغه چې په کې اوسو دنیا ښه ده که هغه ؟
چې کرکه، اوبي عدالتي ونه لري هغه؟
جاهل ته پټه خوله مه دریږه،ترې ځغله!
بې عزتي، بې ابروهي او سرخوږي لري هغه
***
د اهلیت په اساس یو واکمن لا اهل نه دی
هیڅ ناهله نه وایي اهل نه یم یا اهل نه دی
د داسې اهله جار سم په سلو کې سل نا اهل وي
برکت دلته له پياده تر سپاره یوکس د کاراهل نه دی
***
Comments