سربداله افغان ته! - ۳۶
طنز- محمود نظري
پلاره ! دا جهالت به څه وخت ختمیږي؟
زویه !ډیر تر ډیره یوکال غواړي بیا ختمیږي
ښه پلاره! بیا وروسته به جهالت نه وي؟
یا زویه، بیا ټوله ورسره اموخته کیږي
***
بې پرتوګه حقیقت پرن مه وایه
اصلي مین ته کله هم ډارن مه وایه
پر غلي خره لکه موږ سل کسه لا سپریږي
هر خره ته لکه موږ د ربړ ژغورن مه وایه
پرن( ټیزن)،ربړ( مشکل)، ژغورن( ساتندوی)
***
د چا مخ او خوا ته هیڅ کله ناړې مه توکه
سم کړه کوه پر ماشوم هیڅکله اکاړي مه کوه
دانا د بدکار مخکې او ناپوه وروسته ژاړي
له حیوان کله انسان جوړیږي منځګړي مه کوه
اکاړی( خوشکه)
***
عقاب لوړ الوځي خو پر اورغورځونکې غره الوته نه کوي
پتنګ په تته ړنا د شمع مین دی له لمبې د پاسه الوته نه کوي
حیوانات عقل لري، مګر د ځنېو انسانانو دی خدای ساته
بیله وراني او ویجاړي یې په بل کار نخره الوته نه کوي
نخره ( ناز)
***
کافرانو ته په تېښته ټول مسلمانان دي
هغه دین چې په زرو فرقې یې پیروان دي
په یو ملک کې یې دوه په یوه خوله نه دي
هر واکمن یې ځان خدای بولي نور یې بندګان دي
***
Comments