top of page
Search

سربداله افغان ته! - ۳۷

سربداله افغان ته! - ۳۷


طنز- محمود نظري


مځکه هم د کیهان یوه سیاره ده

د هغه فضا تکه توره تیاره ده

زموږ مځکه له تریلیونو یوه ده

ذره څه پوهیږې د الله د لویوالي څه اندازه ده؟

***

پوهیږې کړېله ترخه ده هغه نه توکیږي

بادام که تریخ و له خولې هر کله توکیږي

ځکه ستا تمه له بادامه خوږه له کړیلې ترخه ده

هر شی چې د چا د تمې مخالف سي توکیږي

***

د پسه په پوست کې ښکاره لیوه مي خندوي

په پاکو کالو کې ښکاره د خیرنو پټېده مي خندوي

ځینې بې بارانه اوریځي دي په شتون یې تیاره راځي

ښکاره خراب جنس ته د مړ ولس ویل ښه مي خندوي

***

ته ولي د ولس زړه هره ورځ ټس ټس ماتوې؟

ته ولي زموږ زنانه په هر کار ټس ټس ژړوې؟

څه ویلای نسو دلته جوړه دینی زور کراسۍ ده

کله خدایه زموږ له سره دا ټانتس اوټس پس کموې؟

ټس ټس(د ماتیدو ږغ، پټه ژړا)، ټانټس(شوده) ،ټس پس(فضو

***

د ښو وریجو خوند د پخیدو وروسته مالومیږي

د انسان ارزښت تر بوس بادو وروسته مالومیږي

په ځلیدونکي او بريښدونکی شی پسې مه ځه

دلته هر زری شی له یو وار پرېولو وروسته مالومیږي

بوس بادو( باټو)

***



1 view

Recent Posts

See All

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

Comments


bottom of page