top of page
Search

سربداله افغان ته! - ۳۸

سربداله افغان ته! - ۳۸


طنز- محمود نظري

دلته شوده، ولس ته د ټوپک په ښودلو لوړیږي

هغه لکه پتنګ د ولس لخوا د تار په کښولو لوړیږي

دلته یوازې د لیوني کار اغیزمن وي، کله د هوښیار!

عاقل لکه پتنګ د تار وروسته له شکیدولو آزدیږي

***

هغه چې لوړ پر غرو ګرځي خیرات هم نه خوري

ګوربت چې له لوږې مړسي حشرات هم نه خوري

هر څوک ځان ته د غیرت سور خط لري دهغه نه تیریږي

ازموده هیڅکله غټ شی له مخرجه تر سکرات نه خوري

سکرات ( ځکندن)

***

ظالم حاکم ان د ولس کالي اوګفتار کنترول وي

د ټولو خلکو دننه سوچ او بهر رفتار کنترول وي

ظالمانو ته لکه ګیډړ هر شی تور او سپین ایسي

د ولس دنیا او اخیرت دواړو کاروبار کنترول وي

***

هغه ونه چې توپان ته کږه سي کله ماتیږي

ما لیدلي لوی لوی نیغي ونې هرکله ماتیږي

دې نه کږیدو ته وایي لویی، کبر او غرور

هغه چې کبر اوغرور نه کوي کله ماتیږي

***

په تیاره که تل غلا کیږي

په تیاره کې تل ناروا کیږي

اوس دا بد د دین په نامه په ړنا کیږي

ناروا قتلونه په روا په سلها کیږي

***



0 views

Recent Posts

See All

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

Comments


bottom of page