top of page
Search

سربداله افغان ته! - ۳۹

سربداله افغان ته! - ۳۹


طنز- محمود نظري


څوک چې په پوځ ځان ساتي، مړ دی

که څه د لکو باډیګادانو سره دی، مړ دی

د دنیا لوی ظالیمان د پوځونو سره څه سول؟

وګوره اورنګ، مغل، چنګیز، هلتر مړ دی

***

اسلام له مځکې تر اسمانه لا ډیر پراخ دی

چی مغز کوچنی تر نخود وي پر هغه لا ډیر اخ دی

له اسلامه په خپل ذره مغز ‌‌ذره مه جوړوه

ستاعلم د مځکې د یوې ونې برګ د یو ښاخ دی

اخ ( افسوس)

***

ټانټس هغه چې له مړو سره ډیر تر ژوندو مینه لري

ټانټس هغه چې سره د خپل غلطو درېځو مینه لري

د مذهب او دود تر منځ چندان توپیر کولاي نسي

د نورو په سترګو کې سره له بوټو د ننوتلو مینه لري

ټانټس( شوده)

***

عجبه ده لوی قاتل مقتول ته وایي وژونکی

خپل ډر کړو ته نه، د بل ښو کړو ته وایي خندونکی

شیخه د قیامت خبرې د خلکو ډولونه کله ډکواي سي

ګوره په معامله راغلي نظام ته نه وایي ګټونکی

ډولونه ( نسونه)

***

که ملت وژنې هغه نه، هیلې یې وژنه

بل دا چي د پوهې پلوشې یې وژنه

په لوږه نه مړ کیږي خدای یې وعده کړې

که یې وژنې د خوشحالی لمحې یې وژنه

لمحه ( لحظه)،

***

2 views

Recent Posts

See All

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

Comments


bottom of page