سربداله افغان ته! - ۴
طنز- محمود نظري
افغانه! د دین سوداګر موولي ډیر ارزانه پلوري ؟
سره لیوان او ببر زمران مو بیا ولي ډیر اسانه څیري؟
بې خولې سړي ته ان بجړا سپی لا سي خورا تیرو
هر بدو د ویدو د اکروکر پټاسه ولي ډیر اسانه خوري ؟
تیرو(ظالم)، بدو (شریر)، اکروکر( هویت) ، بجړا ( لټ)
***
چې ولس مخکې تر سپي وي ژوند بنګړی بنګړي وي
که د ولس شا ته سپي وي، ژوند شاړي واړي وي
سربداله! دد حیوان اهلي کیږي، نه بد ذاته انسان، خو
که سپي د ولس پر چیچو وي هلته کله ژوند د سړی وي
بنګړی بنګړی ( خراب)،شاړي واړي( بی ګټې)
***
سربداله! ساده رښتیا ویني، په درواغو باور کوي
بېړا د هر جاهل د عقبا په شنو باغو باور کوي
یوازې د علم یوم د ناپوهې د سیلاب مخه نیولای سي
مګر دانا هم د لوړا په بد بویه ټېغوکله نا کله باور کوي
لوړا( جاهل)، بېړا ( کم عقل)
***
سربداله! واه څومره ښه خوند لري درواغ!
چې اتومات د ویونکي راوځي له بد بویه باغ
شوده ته دنیا کې تر درواغو حلال بل څه نسته!
شمع ده هغه ته چې نه لري دعقل څراغ
***
دلته کله وږی ولس د نااهل واکمن دښمن سي؟
دلته کله منجوړا ولس د تیرو ځواکمن دښمن سي؟
سربداله ! دلته باچاهي په لښتو کیږي هنر نه غواړي!
دلته د تیرو په صفت یو له بل سره خلک پمن دښمن سي!
منجوړا( بیکاره)، تیرو ( جابر)، پمن ( نسیتمن)
***
Comments