سربداله افغان ته! - ۴۱
طنز- محمود نظري
که موږ ازاد یو ولي لا د نعل بند ټک ټوک سته ؟
که ازاد یو ولي په هر خبره په خوله سوک سته؟
دې ښه ازادۍ خلک له لوږې ورک اومړه کړه
بې محاکمې ولي سزا هر بیګناه ته درد دوک سته؟
ټک ټوک ( شوروشر)
***
پخوا هوا په لاس شکر د امریکا وه
اوس نو شکر کله په لاس زما اوستا وه؟!
پخوانی شکر غله وه اوس شکر قاتلان دي
په دواړو کې شکر ازادي د وژلو او بډو روا وه!
بډي ( رشوت)
***
ځاله په دې مات وزرو د بلبلو نه جوړیږي
په دې د غوښو په بلډوزرو نه جوړیږي
چې یو وار څوک د واک ویروس ونیسي
بیا په تاویزو، پردو او خپل ببرو نه جوړیږي
***
د واک لیوني د چا په دعا نه جوړیږي
ورځ تر ورځي ننیږي په دوا نه جوړیږي
هغه باید د لیونو پیر زیارت کې وتړل سي
یوه خبره دی زموږ تر منځ وي، بیا هم نه جوړیږي!!
***
یو ټانټس د بل رسوا زر په سلو کې درواغ رښتیا بولي
د پوهي رسوا پلوښې زر په سلو کې د څراغ، تته رڼا بولي
دولت لکه ماشوم چې« ای» کړي وي لکه سومنات ولاړ دی
د نا پوهي په ژلیو رېبل د زر په سلو کې باغ کله جفا بولي
ټانټس ( لوده )، داغ ( تود او مشهور)، تت ( تیاره )
***
Comments