top of page
Search

سربداله افغان ته! - ۴۲

سربداله افغان ته! - ۴۲

طنز- محمود نظري


پوهان په هره رښتیا ماتیږي نه ناپوهان

کاغذي بادام په لاس ماتیږي نه غوزان

هغه چې اسانه نه ماتیږي وهل غواړې

پسته خاندي په وهلو او تښتېدلو دغوزان

***

تر طالبانو ښه خلک نسته په ټول جهان کي

خپاره یې پوه افغانان کړه په ټول کیهان کي

اخیربه یو افغان پاته نه وي په دې ستان کي

دلته به حلال وي، حرام به خپاره وي په کهکشان کي

***

د کوچنی سوچ لکه کوچنی لوښی وي

د غټ عقل تر ټولو غټ لوښی وي

په کوچنۍ کاسه کي د سطل اوبه په زوره ځایوه

تر ټولو د پوهې کچه دیره د غوړلوښی وي

غوړلوښی( هغه سړی چی پند پر اغیز نه کوی )

***

د هر موشه خره له نصیحته توبه توبه!!

دهر کشر، پراچه له نصیحته توبه توبه!!

هر پمن دپکېدو دواوي درته وایي په تکرار

د جاهل او نیمچه له نصیحته توبه توبه!

نیمچه( رذیل)،پراچه ( بی مخی)

***

د چا قدر هغومره ښه چې ستا کوي

له هغه تښته چې بیځایه قدر ستا کوي

مه له چا بېرېږه مه یې بېروه

دهغو پرسان کوه چې تل ستا کوي

***

1 view

Recent Posts

See All

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

Comentarios


bottom of page