سربداله افغان ته! - ۴۳
طنز- محمود نظري
بوله! ستر جهاد قتل نه د ظالېم پر وړاندې حق ویل دي
کله هر ظالېم، کافر او هر ناروا کړ ته ناروا حق ویل دي
په باټک هیواد کې ټول باټک جهادیان ټوله څټمخي سي
کار یې هر تور ناحق ته په رډو سترګو سپين حق ویل دي
بوله ( ساده)، کړ(عمل)
***
د الله له تجارتي مارکې اوس ان مشرکان ګټه اخلي
ان دلته ترې ډیر پاخه نامتو جاهلان ګټه اخلي
نن ښه مسلمان د الله ثنا نه وايي قسم پر اخلي
د الله له مارکه ډیر زیات دیني تجاران ګټه اخلي
***
کاشکې په وهلو د انسان نصیب چټک سمیدلای
کاشکې د تل په خندا مو نصیب بې سوټک سمیدلای
نصیب دهر چا ازلي دی خو د پوهې ټټک یې سموي
کاشکې نصیب په دارو درمل او توپ ټوپک سمیدلای
ټټک ( د یوم د پښو ځای)
***
بې وخته باران سیلاب سي
جاهل ته دریاب سراب سي
د نن غله تر سپوږمۍ لمر خوښیږي
د پرون بې ادب ته د نن بې ادبي جلاب سي
***
هرکوچنی دلته ښه سړی زهیر وي
ان میاشې هر کله زمری زهیروي
د ځان د لوی زهیریدل ښه خوند کوي
ځکه نادانان د وطن هر پوه سړی زهیروي
***
زمری د ژویو د وژولو په کوترم کې ځان شهنشاه بولي
د بې ګناه خلکو وژل په جهاد کې دینداره ځان ته روا بولي
لوی قاتل وړوکي ته د عبرت په پار د قصاص سزا ورکوي
لوی غل د وړوکي غله دلاس پرې کول ځان ته امر د الله بولي
کوترم (یو ځای کوټه)
***
Comments