سربداله افغان ته! - ۵
طنز- محمود نظري
موږلکه ماشومان د اخترمو په لاس کې انډه سوه
د افغانانو خوار ژوند تړلي د کافرانو په پنډه سوه
دنیا ټولو زموږ کړو ته ګوته نیولې ده په پزه کې
له خپل لاسه مو سیاست ژړانده، خوله خلاصه شلنډه سوه
انډه ( سر او بیخ ماته هګۍ)، پنډه ( خیرات) ،شلنډه (سمسره)
***
افغانان له دې وطن دغلو له کړوکله بیزار دي
وطن يي لوټ د هغو کورونه ګل او ګلزار دي
یو ډارن هم دهیڅ غدار بد کړه ونه غندل؟
لا دهغو چکچکي اود غل غدوی شکر ګزار دي
***
سربداله! تا د جابري سمسرې د ویر ژړا لیدلې نه ده؟!
تا د تیرو وینه تویونکې لیوه سوې انګولا اوریدلې نه ده؟
هر جابر ځان تر ټولو خوار بولي په دې ګناهکاره دنیا کي
تا دلته د تیرو زبردستي ته د خوار من من نڅا لیدلې نه ده؟
تیرو ( ظالېم)، من من ( خوشحالی)
***
که انسان پټه خوله وي، هلته ورته ظالم پیدا کیږي
که ولس ناپوه وي، امیران ورته لاعلم پیدا کیږي
سربداله! ټوپک ته مه وایه ولي ډزه ولې، بله ولي
چیري چې چرسیان وي هلته ورته تلی د چلم پیدا کیږي
ډزه ( درواغ)
***
بې مطلبه دوستي تر یوه ځایه رسي
مطلبي بیا کله تر یوه ځايه رسي
تر نادانه دوست پوه دوست ښه نه دی
د نادان په پزرو سړی تر یوه ځایه رسي
***
Comments