سربداله افغان ته! - ۶
طنز- محمود نظري
سربداله! که انجلۍ پوهه سي، سډول نه غواړي
بد ږغه کارغه په خپل کور کې چنډول نه غواړي
غل غل ته ښه وایي، دانا دانا ته دا رسم د دنیا دی
ترکله به زموږ د واده بزم لکه د مړو ډوهل نه غواړي
سډول ( جاهل )، چنډول(یو ښه ږغه مارغه دی )
بزم( محفل)،
***
سربداله ! د نادانو ولي پوه غوړه مالان ستاینه کوي؟!
د مردارو ولاړو اوبو د خړوسکو لکه ګلان ستاینه کوي؟
د دې خلکو سایه هرومرو غټیږي په دې غرتو پرتو
چې یې رتبې لوړیږي د نادانو لکه عالمان ستاینه کوي
***
په دې نفس چې لرو هیڅ انسان بې ګناه نسته
په دې شهوت چې لرو هیڅ ذجان بې ختا نسته
په دې پنچر عباداتو کله تر جنته رسیدای سو
چي مولا مو عفو نه کړې هیڅ وجدان بې واویلا نسته
***
سربداله! په زور حکومتونه کول کله اسان دي
د هغه ساتل هم بې عدالته خورا ډیر ګران دي
که هره ورځ هشت او مشت وي د زور اوکمزور
بیاله وطنه د اهلو تلل لکه له اوره هریخوا انګاران دي
انګار ( بڅرکی)
***
اسلام د افراطیت او تروردین نه دی
قران وایي اسلام د زور دین نه دی
پریږده د اولیا او علما د کولمو خبرې
دا د انسانانو د فکر او شعور دین نه دی
***
Comments