سربداله افغان ته! - ۷
طنز- محمود نظري
سربداله!بدلې ککرۍ ډیرې سوې څوک اوس اصل نه مني
سترګو دومره پیچلي شیان لیدلي شی اوس مفصل نه مني
د تورې په زور باچاهي کیږي؛ لاکن لاکن تر یوه وخته!
ډیر بد اصله راغله ، افغان هیڅ سړی اوس واصل نه مني
مفصل ( واضح) واصل ( نیک سړی)
***
یو سربداله بې ادب ویل: وایي« باادب سرفراز دی»
ګوره هر یویې دلته زموږ د پښو لاندې او په نیاز دی
ولي نه بې ادبه کیږي چې بې ادبو غوندې چرچې وکړي؟
یوازې با ادب پوهیږي چې دې ادب کې بیا څه راز دی
***
افغانه! ولي د ځینو خلکو فهم تر بیزو لا کم سي؟
د پېړیو مخکې چاپیریال یې نورو ته خوښ او غم سي
هغه چې د مغز د زمان اوښ یې له کاروانه وروسته دی
د مغز د زمان د خلا بوغۍ به یې له ډیره پواتوم بم سي
***
آیا موږ پسونه یو چې په سپو مو مؤدب کړي؟
یا خرونه یو چې په لندو لښتو مو بادب کړي
وایي:« د بې ادبه ادب زده کیږي» دا غلت دی
سربداله! ولي تل بې ادبه په مؤدبو مو دب کړي؟؟؟
دب ( لویی)
***
له هغه جاهله ځان ساته،چې په خپل اند دي خدای سي
ته پوه له هغه بوله ځان ساته چې په خپل اند دي بای سي
د داسې حالته هجرت ښه دی هر پوه عصري انسان ته
کنه دپلو خور دلاسه به ستا قوت د هغه له کماله چای سي
بای ( مشر، بادار)، قوت( لږ خواړه)
Commentaires