سربداله افغان ته! - ۸
طنز- محمود نظري
د سپکو نظامونو مرییان هم خورا سپک وي
د پکو ټپوسانو غوړمالان هم اکثرا پک وي
ته له کاڼه او ړانده ولي ګیله کوې افغانه!
د هغو سادوان ترنورو لک چنده خورا اک وي
سادو ( غوړه مال)، اک( مصیبت)
***
کاشکې د واکمن ازموینه، د مردارۍ تر مخي کېدای
د ناکامه به یې ورکیده، له بادارۍ تر مخي کېدای
هر ټنبه راسي دغرمې توپ ولې بیرته تښتي
کاشکي د شریر دولت د مداري خودارۍ تر مخي کېدای
***
لمونځ کوو؛ خو د درواغو ویلو مردارۍ په پیخر خورو
روژه نیسو؛ خو د حرام او د بډو مردارۍ په پیخر خورو
کړه مو د شیطان، د جنت د حورو اوغیلمانو سوي ناری وهو
ذکات ورکو؛خو د یتیم مال او د سوا مردارۍ په پیخر خورو
بډې ( رشوت)، سوا ( سود)
***
دا د کوڅو سپي له ړنا تښتي سیورو کې یکه یکه خوبونه کوي
د شپي ګزمه سي له مسافرو سره مشکوکه چمونه کوي
د ورځي که دهر پراته سپي په لکۍ وخیژې، ان غاپي نه
په تیاره کې بیا له غچه د مسافرو پایڅې او خښتګونه شکوي
***
خوشحالي د بل په ازار خوند کوي
خیرات د بل په مزار خوند کوي
څومره خوند د بل په بي عزتۍ کې دی
زه له دنیا، دنیا زما بلکل بیزارخوند کوي
***
Comments