سربداله افغان ته! - ۹
طنز- محمود نظري
افغان هر کله په نامه د پوه او مډرن ا نسان وژل کیږي!
په کافري نه په نامه د دیندار او ښه مسلمان وژل کیږي
پوهان تل ډیر کوچني ښکاري کوچنیو کډوسرو خلکو ته
څوک نه پوهیږي ولي دلته پوه انسان لکه حیوان وژل کیږي؟
***
کاشکې د جهالت ویروس واکسین لرلای
کاشکې د وحشت درد اوچړېکې تسکین کیدلای
ولس ته هره ډوزه د حاکم وجدان ټوټه ټوټه کوي
کاشکې د لیونتوب یرغه آس لګام او زین لرلای
ډوزه ( درواغ)
***
کاشکې انسان د نس خورجین نه لرلای
کاشکې یې د خودبیني ماندولین نه ږغوای
دا هیواد پوه خلکوته دارالمجانین سوی دی
کاشکې بیشرمه درواغو د شرم واکسین نه لرلای
***
افغانه! له باطن بدرنګه او ظاهر زیبا تښته
د کم عقله، کم علمه او ډیر ښندي حکما تښته
په زورواکې کې کله څوک د رښتیاویلو شمله لري
ان په مسلماني ملکوکي بېله چنو له سودا تښته
ښندي ( افراطی)
***
په مسلماني ملکوکې بې چنو سودا مه کوه
له سګوان سره کله هم ګیله او دعوا مه کوه
د نرخ د مالومیدو مخکې د رانیولو شی مه خوره
د ژوند هره سختي ګاله خو کاڼه ته ژړا مه کوه
***
Comments