پاچا ټول سلاکاران دربار ته راوغوښتي وه، هره خوا خوشالي وه، یو، یو پاڅیده د چنگ د نغمې سره يې باچا ته سلا ورکوله، په دې وخت کې د حرام سرای خواجه راغئ او د پاچا په غوږ کې وبنگید، باچاه اجازه ورته وکړه،څه شیبه وروسته یو په عمر پوخ گردی سړی، چې قرقلې خولۍ يې تر غوږو راکش کړې وه، لاس په نامه او ځوړنده سر د باچا په وړاندې ودرید.
باچا په خپل ځانگړې هیبتناک ږغ وپوښتل:
ولی دي غوښتل په سپين سترگې بې وخته دربار ته ننوځئ؟
نوموړی په داسی حال کې چې همداسې يې کښته کتل په حاضر جوابي د لاس په اشاره وویل:
دوی ولي راغلې دي؟
باچا ورته وویل:
دوی سلاکاران دي!
نوموړی په خپله ځانگړې لهجه او سر ښورولو وویل:
نو زه بیا ملاکار یم.
د باچا د خندا سره ان کوڼ تورم چي لا په خندا سو، باچا په موسکۍ لهجې ترې وپوښتل:
ستا کمال څه دی؟
نوموړی په مسخره گي وویل:
صیب د دوی کمال څه دی؟
باچا وویل: دا د هیواد پوهان زما سلاکاران دي په هر سخت کار کې سلا راکوي.
نوموړی وویل:
زه د میواد موه ملا کار یم په مخت مار کې تاته ملا درکوم.
ټولوحاضرینو وخندل، باچا ورته بلنه ورکړه، چې خپله ملا دي ووایه.
نوموړی هیله وکړه، چې کوم سلاکار لومړی یو سلا ووایي.
نو باچا ارشد سلاکار ته اشاره وکړه، چې یوه سلا ورکړې:
هغه وویل: اې باچا! د ټینگ واک لپاره وطن پلوران پر ځان را ټول کړه .
ملاکار بېله وقفې وویل:
مې ماچا ! دمینگ ماک لپاره د مطن ملوران پر مان را مول کړه
باچا ورته وویل: دا ملا څه مانا لري؟
ملاکار وویل: هغه سلا څه ما نا لري؟
سلاکار وویل:
اې: خطاب دی
ملاکار وویل:
- مې: مطاب دی
سلاکار وویل:
باچا: سلطان ، د تاج او تخت خاوند ته وايي
ملاکار وویل:
ماچا:ملطان، د ماج او مخت ماوند ته وایي
سلاکار وویل:
- ټینگ : کلک او سخت ته وایي
ملاکار وویل:
- مینگ:ملک اومخت ته وایي
سلاکار وویل:
- واک: طاقت او توان ته وایي
ملاکار وویل:
- ماک: ماقت اوموان ته وايي
سلاکار وویل:
وطن پلوران: خاینانو،جاسوسانو ته وايي
ملاکار وویل:
- مطن ملوران، ماینانو،ماسوسانو ته وايي
باچا د ملاکار د حاضرځوابي نه خوښ سو او دی هم د همدې ورځي نه د دربار ملاکار وټاکه.
دا ملاکار چی نه خپله په خپلو خبرو پوهېده، نه نور، ورځ په ورځ لکه واښه زیات سول او چمنونه ترې جوړ سول.
چې هغو باچا ، وزیرانو ، ریسانو ان پيادهگانو ته خپله گټوره ملا ورکوله.
دهغو له برکت مو وطن ،مطن سو، غل مو مل سو
***
نن د ازادي په ورځ باچا خپله وینا چې داسې وه:
(ژوندی دي وي دا وطن .سر لوړاو رپانده دي وي د سولې جنډه)
پر ځای يې داسې وویل:
موندی دي وي ما مطن، مرلوړ او مپانده دی وي د مولې منډه.
محمود نظری
Comments