سیاسی چړي -۱
طنز- محمود نظري
خرجاهل ته په پټه خوله موسیدل د ځان حرمت دی
سپي ته پټه خوله په څلورو دریدل د ځان سلامت دی
ټوله یو وار په شورماشور سئ او په خبرو یې ولئ !
له غرنیو وزو سره مل ژوندغټ د سرطان علامت دی
حرمت ( عزت)
***
که تل درواغ وايي څوک دي ان په کلمه لا باور نه کوي
پوهان اوعالمان دي ان په روحاني وږمه لا باورنه کوي
هر څه چې تک سپين کالي واغوندې او ږیره اوږده کړی
هوښیاران دي چنګی بولې ستا په تور لیمه لا باورنه کوي
چنګي ( سپین سترګی)
***
دې شین ځنګله کې قانون نه، خو ډبېډنګ سته
په کې چنګو، نه نور ژوی مارغه رنګارنګ سته
ځنګل ورځ تر بله وچیږي ژوي او مارغان تښتي
اوس په هدیره کې امن دی، خو د مړو شټېدنګ سته
چنګو( یو صحرایی مارغه)، شټېدنګ(اخ او ډب)
***
د شیخ له رډو درواغو د ولس حوصله کېشته سوه
له تکراري خبرو یې دهر پوه کورکه خوله پسته سوه
مړ پړ مشر ته، د دي مړ ملک مړه خلک، څه ووايي؟!
له کاغذي مشر د چټمخ لیده خلکوته بذله شانته سوه
کورکه ( پټه)، مړپړ( مړاوی)
***
موږ ویل واوا شیرمردان راغله!
په سیاست پوه باتور چړیان راغله
چې راغله دهریو خښتګ سوری وو
دسپن پر ځای په خیال تور لینګان راغله
Comments