سیاسی چړي -۱۰
طنز- محمود نظري
یوببر ملا ویل: ما د ادم (ع) سره تیلفوني مکالمه وکړه
بل ویل: زما انتحاریانو ته محمد (ص) قومانده عالمه وکړه
له هغه ورځي ویریږئ افغاتانو چي ووایي: زه مو خدای یم!
څوک ورته څه نه وایي چې چا خبره د کولمو یا پچکلمه وکړه
***
صفت مي د مسلمان وپوښته له علما
ول: ډر درواغ نه ویل، په وعدو وفا
ناروا دی ورته هغه کار چي یې نه لري وړتیا
هر څوک کیدای سي، نه دا، دا سیاسي ملا!
***
راسئ بهر ته تللو ټولو پوهانو ډاډمن
وطن پسونو ته لکه ژیړ ځنګل دی مامن
بی غمه! زړه به مو د جهالت له لیدو وچوي
ارامي ده ! هرکار کی طالب دی غرضمن
***
موږ چې دا خلک ټوله یو بډوډۍ نه کړو، مه مو منئ
چې د خلکو دسترخوان بی ډوډۍنه کړو، مه مو منئ
خدای چې ستاسو تقدیر زموږ يه لاس راکړئ، نوڅه
چي د ادیانو په دې دین پېش منډۍ ونه کړو، مه مو منئ
پېش منډۍ( ټوکې)
***
نه آزادي لرو، نه تعلیم لرو، نه ډوډۍ لرو؛ خو شکر غیرت لرو
نه سوله لرو، نه قانون لرو، نه جنډۍ لرو؛خو شکرحقارت لرو
هر ورځ زر ګامه تر ښا ځو ، بیا سل ورپسې، بیا شل ورپسې
نه اټن لرو، نه ساز لرو،نه خرمنډۍلرو؛ خو شکر لیونغرت لرو
خرمنډۍ ( خوشحالۍ)
Comments