سیاسی چړي -۱۱
طنز- محمود نظري
چي عقل يي کوڼ او ړوند وي سترګې یی کاته نه کوي
چې د پوچ سوچ خاوند وي غوږونه یی اوریده نه کوي
د دین جاهل لکه لنډۍ نه هوده کیږي، ژر ترې تښته
د ړندې لنډۍ وهلې دردمند هیڅکله هم رغیده نه کوي
لنډۍ( لنډ ړوند مار دی )
***
د طالب باچا لکه هما نوم یې سته، خپله نسته
د هغه باچاهي سراب دی سایه یې سته، خپله نسته
نه وي، چې وي بیا له شرمه شا خلکو ته ګرځوي
لوی ملا مو مادرزومي دی ډار یې سته، خپله نسته
***
پوچه پسته که وخاندي پټ راز یې رسوا کیږي
مرشد که ګلفامې ته وموسي نیاز یې رسوا کیږي
ښاپېرک تل تیاره کې په پښو د ښکار لپاره ځړېږي
ځکه له خلوته کله د مرشد ساز اوباز رسوا کیږي
ښاپېرک( خفاش)
***
دښمن وایي د طالب په راتلو خپل مرام ته ورسیدو
آرام په بې جګړې، بې زینې او بې غپل جام ته ورسیدو
اوس په خپلو مریدانوخپل مردار پروګرام پیاده کوو
موږ داسې ګنو چې سره د ګټوپل بهرام ته ورسیدو
بهرام( پنځم اسمان ) ګټوپل( هار)
***
د بزې غوږ ته یاسین ویل څه مانا لري
تور ته په زور سپین ویل څه مانا لري
تور شی په غوړولو لا برېښندوکی سي
توردرواغ ته ، واسلین نیول څه مانا لري
***
Comments