top of page
Search

سیاسی چړي -۱۲

سیاسی چړي -۱۲


طنز- محمود نظري


چړيه! دولاغه بوغره د مسلمان نه، د هندوانو رسم دی

لوی لوی کالي او لوی پوړنۍ له پیړیو د اریایانو رسم دی

د مکې په حج کې لا ښځو مخ لوڅ وي دلته ولي پټ وي

تکه توره چپنه او جلباب د ایرانیانو او سوریانو رسم دی

***

د شیطانانو ملاتړ په جهالت کې لا ډاډه کړاست

د جهالت ګیند ته يي دلته د کرکټ دنډه کړاست

د اسلام ضد وسله یې د اسلام په نوم درکړه

د وطن هر ملي ارزښت ته یې مچۍ تنډه کړاست

ټنډه مچۍ ( غالبوره)

***

طالبه ستا ټوله اسلام، بس همدا، مظلومه ښځه ده

ستا د جهاد دا ټوله تاو غوسه، یوازې په ښځه ده

لکه جاهل بیا ښځه ژوندی ښخول ستا جهاد سو

باغیرته! ستا د زور بدو دلته یوازي خواره ښځه ده

بدو( حریف)

***

په غاښو یی پرې کوې که په لاس درسي طالبه ، ښځه

په خدای لا به غوسه یې چي ولي یې جوړه کړه ښځه

جاهلان لکه پياز دي چی کله ورته وګورې ژړا درځي

دطالب ایمان په څلور تښتي چې وویني مخ لوڅه ښځه

***

طالبان لکه پطرولي اور په اوبو شندولو لا غړمبېږي

چې هرڅه نصحیت ورته وکړې هغومره یې جهالت شلنډیږي

وایي :هغه چې حق نه وايي نه ویني نه اوري حیوان دی

یا رابړ دی چې یې هر څه کش کړی اخیر په خپل حال کیږي

***



1 view

Recent Posts

See All

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

Comments


Commenting has been turned off.
bottom of page