سیاسی چړي -۱۳
طنز- محمود نظري
چې هر دین سیاسي سي د روحانیت بنا یې په نړېدو سي
له مسجده چې ملا بهر سي د شخصیت بنا یې په شړېدو سي
ګل په ګلدان کی خوند کوي نه په خیرنو سیاسی لاسونو کې
پټه خوله د جاهل ښه ده کنه د احماقت بنا یې په لوړېدو سي
***
اوښ- الوتکه، ږیره- دام او مسواکان- بورسان سوه
خر- موټر، لوټه- کاغذ او د دنیا چړیان- پوهان سوه
یوازې زموږ ملا یان او چړیان دي په خپل حال پاته
ان ځینې ملایان د مړهیبت الله خبرو ته حیران سوه
***
غورازه موټر سر ځوړ روان دی، آه ! موټر وان یې نسته
جاهل طالبان سرګردان روان دي،آه ! قومندان یې نسته
طالب مشران بهر روان هریخواته خپلې منظرې کوي
وطن مخ په زندان کیدو روان دی ، آه ! هراسان یې نسته
***
د باډیګارد لرونکي سیاسي ملا تښته!
د هغه لکه له ټکه او توره بلا تښته!
هغه ته ګوره هغه نور ملا نه دی،بلا دی
که دنیا او عقبا غواړې ترې پشلا تښته!
***
څه په کار دي زما ستا دا انتحاري ځواکونه
په زرونو الوتکې او میلیون زري ټانکونه
چي د یتیم اوښکه پاکه نه کړی، څه په کار ده
دا ستا لو ږیره اود بادیګاردو ظاهري ټوپونه
***
コメント