سیاسی چړي -۱۴
طنز- محمود نظري
واه! زوروره هم مو وژني هم مو باقیداروې
هم مو قتلوي هم مو د قاتل په سزا په دار وې
دا د اسلام د کږو ستنو د ګڼډولو له برکته
ته غلام بیغیرته یې، چې یې، موږ ولي ډاروې؟!
***
دلته هر نظام د تاریخ په امتحان کې خر ناکام سي
هر یو یې تکرار فرعون، خردجال، تر ابدعالیمقام سي
چې له ټره ولوید بیا یې عقل سر ته راسی، بیاڅه ګټه
هر مغرور د بل غلام چې راسی تر قیامته قایم مقام سي
***
عجب ډول خلک دي ان خاشه د تخت په قدر نه پوهیږي
په خپل جهل اخته دي ان خاشه د بخت په قدر نه پوهیږي
پټو کی ځان نغښتی لکه کیشف ورو ورو پرڅلورو ځي
سریې نه خلاصیږي ان خاشه د وخت په قدرنه پوهیږي
***
شله هغه دی لکه جنراتور چالان وي د ویاند نه اوري پوښتنه
لکه بې بیرکه موټر په ډبروکې روان وي د ویاند نه اوري بسنه
دا اوږد میز د نس د خالی کیدو لپاره ښه ځای دی کارشناسه؟!
اخته یی لکه ماشیندار د خولې تخم دي بادیږي نه اوري مننه
شله ( سرزوری)، تخم( دخولي ناړې)
***
افغانه ضد اوسه، منافق مه اوسه!
سورکافر اوسه، مشرک مه اوسه !
که نر یی زیږ نر اوسه نه نرښځی
مسلمان اوسه؛ خو داسې طالب مه اوسه!!!!
Comments