top of page
Search

سیاسی چړي - ۱۵

سیاسی چړي - ۱۵


طنز- محمود نظري


له هغه وخته دي خدای ساته، چي جاهل ځان سالم بولي

یا کافر او ګبر ځان د اسلام اصلي استازی او خادم بولي

دا دنیا تر اوسه په همدې ریا کړو پر مخ تللې او ځي به لا

یا جذامي د خلکو په خولو کې په توکلو ځان عالم بولي

***

موږ خدای انسانان پیدا کړو ولي د حیواني ژوند وکړو؟!

آیا موږ یې بوده ګان پیدا کړو، چي دغلامي ژوند وکړو؟!

خدای سوچ راکړی، چې خپله تصمیم ونیسو نه بل څوک

نه لکه بیزو د لښتې په زور د مداري د خوښي ژوند وکړو

بوده ( څاروي)

***

شیخان کاڼه ړانده دي د هغو له رابللو دي خدای ساته

چې یې ونیولی بیا دهغو له شاربولو دي خدای ساته

د ړانده نیول، د کاڼه وهل، د جاهل فتوا ، همداسي

ځنکله کې له لوږو زمریانو له تخولو دی خدای ساته

***

طالبه اوله دوره کې مو د میلمه پر سرمصونیت بایلود

اوس مو د میلمنو د وژولو په نه غج، افغانیت بایلود

رښتیا چې تغیر مو کړی، اوس په غرتو ځان خلاصوئ

طالبه اوس انسانیت وګټه، هغه وار دي انسانیت بایلود؟

***

د ګاونډ پيشي دلته یو شلنډ موږک لیدلی

افغان یې تر ټولو خلکو مرخوږک لیدلی

هر یویې لکه بې خاونده مځکه خاوره ځغلوي

هر طالب یې په ډیرو اوړویو کي شپږک لیدلی

***

0 views

Recent Posts

See All

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

Comentários


Os comentários foram desativados.
bottom of page