سیاسی چړي -۱۶
طنز- محمود نظري
د ګاونډ رسمي موټران په ټاپ ګیر کې دلته ګرځي
تورلنګي خپلسره لکه امران ګېرچاپېر کې دلته ګرځي
دلته د مشرانو لخوا د ویاړ لونګۍ ورپر سر کیږي
هر ګرګي سپی یې په نقاب د ببر شېر کې دلته ګرځي
***
ته ملا کله په خوله دعلما د فتوا، کله د مولا یې؟!
ته په دومره روښانه جهالت توره بلا یې، کله ملا یي؟!
هم د خپلو وعدو خلاف کوې، هم بې توله درواغ وایې
د کافرستان په لاره سم رهي يې کله په لاره د مولا يې
***
چي د کار پوښتنه وسي وایي: تیرو په فساد کې مېلې وکړې
که د انجنو دمکتب وپوښتي وایی: تیرو په مستو شولمبې وکړې
نه قانون سته، نه باچا سته، نه کار سته، نه انسانیت، نه پوه
همه شموله کله جوړیږي؟ وایی: تیروکله په دې ډبره شیدې وکړې ؟!
***
په کابل کې د ملایانو د ودې ډیره لویه پوهنغونډه وسوه
د دې وخت د ودې او ترقي ساحه کې لویه منډه وسوه
تر اوسه په تاریخ کی داسې ستره غونډه سوې نه وه
د شیطانی نکتایي شلول په پټه نه په لویه بربنډه وسوه
بر بنډه ( بر اعلا)
***
دلته انسان لا نه، ان د خلکو وجدان قتل سو
دلته مازې مسلمان نه، د اسلام جانان قتل سو
خدای دی مو له دې کوڼ او رونډ قصابه ساته
دلته هم پاک قران هم د خلکو ایمان قتل سو
***
Comments