top of page
Search

سیاسی چړي -۱۷

سیاسی چړي -۱۷


طنز- محمود نظري


زه طالب د کرونا کم یم، چې ماته مول نه وهئ؟

زما راتګ د جشن کم وو،چی ماته ډول نه وهئ ؟

زما ټول اړیسه ارمانونه به پوره کوئ اې نر ښځيانو!

ولي د بربادی لپاره د ملایي اقلامو بام بول نه منئ؟

بام بول( ټګي)، اقلام ( ډولونو)

***

هغه چې د تورجهل صفت کوي د هغه ژغوړل مشکل دي

چې په ټوپک خبرې کوي له هغه سره چېړل مشکل دي

تر جاهلو مړه خلک ډير ښه دی په جهل ټينګار نه کوي

چې ناحقه وایی دا د الله امر دی له هغه سره څېړل مشکل دي

چېړل ( جنجال)، څېړل( بحث کول)

***

هله ښځو ماسک وتړئ! بل ډول کرونا راغله

د طالب ډیر غټ خطرناک ډول د پوه فنا راغله

پام چې هیڅ ډول طالب اقلامو ته ورنژدې نسئ

خدایه ژر یی واکسین پیدا کړي، بده عنا راغله

عنا ( مصیبت)

***

له شیخه وپوښته: د شرم په نامه څه پیژني؟!

آیا دلته د ټولنې او ګورم په نامه څه پیژني؟!

نه پوهیږم اوس ولي مخکې له میلاده ژوند کوئ؟!

آیا د دنیا د پرمختګ او خرم په نامه څه پیژني؟!

خرم ( وده)

***

هله خوري! مخ پټ کړه له غرو جره غژګاوان راغله

د وطن شین چمن ته له غرو لیوان او زمریان راغله

شیخان هم لکه ژوی غریزه لري د مادې په لیدو تحریکیږی

له خولو یی مني تویږي د کلو دښتي جره اوښان راغله

***

0 views

Recent Posts

See All

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

コメント


コメント機能がオフになっています。
bottom of page