سیاسی چړي- ۱۸
طنز- محمود نظري
شیخ په بیشرمي شیطاني ډیر درواغ وایي
کارغه ته سپينه کوتره کوترې ته زاغ وایي
تاته دی دا شیطاني لوړ عادت مبارک وي
دنیا د ملا ټولو اقلامو ته د پیشرفت دباغ وایي
دباغ( یاغی)
***
طالب د پاک خدای امر نه، د شیطان فتوا مني
د اسلامي هیوادوو نه، یوازې د چټلستان فتوا مني
د کوم آیت په اساس دومره درواغ درته روا دي ؟
هر جاهل بیشکه د ځان په ګټه د بل جاهل فتوا مني؟!
***
دا لوی وطن مو وړه مدرسه سوه
زړونه مو په ټنګیدو او پوسپوسه سوه
ټول ولس له تنګسې مړ یا فرار سو
د ګاونډ د لاسه دا ملایان بی اوداسه سوه
***
دین د دنیا د ښه ژوند لپاره دی، نه اخیرت
عبادت د پاکي او خوند لپاره دی، نه اخیرت
جاهله خدای ستا عبادت ته کومه اړتیا نه لري
خدای علم پیدا کړ د دنیا د ژوند لپاره، نه اخیرت
***
کوږ لرګی هیڅکله په قوت او زور نه سمیږي
کله هم طالب دبین الملل په شورماشورنه سمیږي
بی زهره مارچې چیچل نه کوي سر نه پورته کوي
کفچه مار بیله سوټي د کلتور په پیغور نه سمیږي
***
留言