top of page
Search

سیاسی چړي -۱۹

سیاسی چړي -۱۹


طنز- محمود نظري


د هغه دنیا جنت ته انسان بیول د پاک الله کار دی

د دې دنیا جنت جوړول د خپلواک امر او باچا کار دی

تا ولي ځان دومره پړسولي چې د لوی الله کار کوې؟

تاته په مسجد کې فرض کړی پاک الله د دعا کار دی

***

ملا ستا د کوچنی خولې صداقت،عدالت او اهلیت کله منم

په دې غټ غچ ستا وړ انسانیت،علمیت او روحانیت کله منم

د دي کار لپاره په کار دی سراسري ټاکنی، نه ستا خوږې پرتې

ستا په غرتو پرتو، په خلکو کې ستا ذره محبوبیت کله منم

***

هغه چې وطن خراسان بولي، خوله یې له بالو ډکه وه

چۍ پښتونستان پاکستان بولي، خوله یې له خځلو ډکه وه

دا فدرالیان باید په لیوني زیارت کې په ونه وتړل سي

چې مور وطن ته لونډه راولي، خوله یې له غولو ډکه وه

بالو( زهر)

***

عاقل نغده مستي د سبا له پوربد مستي سره نه برابروي

د دنیا لږهستي د اخیرت له خر مستي سره نه برابر وي

که دنیا کې ځان ته جنت جوړول بد وای، لویو لویو شیخانو

ولی ډره ترافیکی له خلوت خدایپرستي سره نه برابروي

***

هوخلکو! بیا دلته خلاص دوکان د تور ویسرا سو

د ګاونډ تک تور سفیر مو اصلي رییس الوزرا سو

بیا چالانه د ازلي دښمن د کرکې ژرنده سوه دلته

هغه مو دلته د ټول وطن د ټولو امورو سربراه سو

***


0 views

Recent Posts

See All

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

Comentarios


Los comentarios se han desactivado.
bottom of page